د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سيلاب د مخنيوي او د ژغورنې کارونو په هکله اړوندو ادارو ته مهم هدايت ورکړی
CRI2021-07-21 10:59:25
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس، د مرکزي نظامي کميټې رئيس شي جين  پينګ د جولای په ۲۱مه نېټه د سيلاب د مخنيوي او ژغورنې کارونو په هکله اړوندو ادارو ته مهم هدايت ورکړی دی.

رئيس شي جين پينګ دېته په اشارې سره وويل، چې په دې وروستيو ورځو کې د هه نان ولايت په شمول ځينو ځايونو کې سخت بارانونه اوريدلي او د دغه ولايت په جنګ جو ښار او ځينو نورو ښارونو کې سخت سيلابونه رامنځته شوي دي. د سيلاب له امله د ځينو سيندونو سطحې ډېرې لوړې شوي، ځيني اورګاډي او الوتکې بندې پاتې شوي او د خلکو ژوند او مال ته ډېر زيانونه رسيدلي دي.

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې د سيلاب د مخنيوي کارونه په کيليدي موده کې دي. د بېلا بېلو کچو مشران بايد د خلکو د ژوند او مال امنيت تامينولو ته لومړيتوب ورکړي، سمدلاسه د مصيبت د ژغورنې لپاره ځواکونه راغونډ کړي، په مناسبو ځايونو کې مصيبت ځپلي اوسيدونکي په ښه توګه ځای پر ځای کړي، د سيلاب له مله د نورو مصيبتونو مخه ونيسي او تر زياتې اندازې پورې د سيلاب له امله د مرګژوبلې حالت او د مال تاوانونه کم کړي.  د ازادۍ بخښوونکي اردو او پوځونه بايد په فعاله توګه له ځايي حکومت سره مرسته وکړي. د چين اړوندې دولتي ادارې بايد د مصيبتونو د مخنيوي او ژغورنې لپاره جدي تدبيرونه ونيسي.