امريکا، بريتانيا او ناټو پر چين د انټرنيټي بريدونو بې ځايه تور لګولی
CRI2021-07-21 11:06:36
شريکول:

د امريکا او بريتانيا په شمول ځينو هېوادونو، اروپايي ټولنې او ناټو څه موده مخکې د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر چين نيوکه وکړه، چې انټرنيټي بريدونه يې کړي دي. امريکا د تش په نامه د انټرنيټ رازونو د اخيستلو په پلمه پر څو چينايانو دعوا کړې ده. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۰مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې امريکا له خپلو ملګرو هېوادونو سره د انټرنيټ د امنيت د مسئلې په اړه پر چين بې بنسټه نيوکې کوي او د خپل سياسي هدف لپاره پر چين تورونه لګوي او فشار ورباندې اچوي. چين به هيڅکله فشار ته غاړه کېنږدي.

جاو لي جيان زياته کړه، چې انټرنيټي بريدونه د ټولې نړۍ پر وړاندې ګډه ننګونه ده. موږ هميشه دا نظر ورکړی، چې بېلا بېل هېوادونه بايد يو د بل د درناوي کولو او يو پر بل د باور کولو پر بنسټ د خبرو انرو او همکاريو له لارې د انټرنيټ امنيت وساتي. زه بايد دا بيا په ډاګه کړم، چې ځيني هېوادونه د نړيوالې ټولنې استازيتوب نه شي کولی او پر نورو د تور لګولو له لارې ځان نه شي پاکولی. چين له امريکا او د دغه هېواد له ملګرو هېوادونو څخه غواړي، چې د انټرنيټي امنيت مسئلې په پلمه پر چين تور لګونه پای ته ورسوي او  تش په نامه دعوا دې نه کوي. چين به د انټرنيت د امنيت او په دې برخه کې د خپلو ګټو ساتلو لپاره اړين تدبيرونه ونيسي.