د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۰مه نېټه څرګنده کړه، چې د نړۍ ۵۵ هېوادونو د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم ته د پيغامونه ليږلي او د کوويډ-۱۹ د سرچينې لټولو چارو د سياسي کېدو سره مخالفت کړی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان د جولای په ۱۶مه نېټه غړو هېوادونو ته د کوويد-۱۹ د سرچينې لټولو د دويم پړاو پلان ليږلی دی. د روسيې، بلاروس، پاکستان، سريلانکا، کمبوډيا، ايران، سوريې، بروندي، زينبابوي،کامرون، کيوبا، وينزويلا، بوليوي په شمول زياتو هېوادونو پر دې ټينګار کړی، چې د کوويد-۱۹ سرچينې لټول يوه علمي دنده ده، او د سياسي کيدو پر لوري بايد يو نه وړل شي. د چين او د روغتيا نړيوال سازمان ګډ څيړنيز راپور چې د دغه سازمان لخوا خپور شوی، بايد خوندي وساتل شي.