د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو ۱۰۰مې کليزې په لمانځغونډه کې د شي جين پينګ وينا کتاب په ۶ بهرنيو ژبو چاپ شو
CRI2021-07-21 14:59:39
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو ۱۰۰مې کليزې په لمانځغونډه کې د شي جين پينګ وينا کتاب په روسي، فرانسوي، هسپانياوي، عربي، جاپاني او جرمني ژبو ژباړل شوی او په دې وروستيو کې د چاپ په ګاڼه سمبال شوی دی.

نوموړی کتاب د کورنيو او بهرنيو لوستونکو د پېژندنې د پياوړتيا لپاره ځکه مهم ارزښت لري، چې د چين کمونېست ګوند د لويو برياليتوبونو د موندلو په لاره کې د چينايانو لارښوونه کړې، د ګوند د جوړولو او ابادولو روحيه يې ايجاد کړې، د چين ځانګړتيا لرونکې عصري لاره او د تمدن نوی شکل يې جوړ کړی او د بشر د سولې، پرمختګ، برابرۍ، عدالت، ديموکراسۍ او ازادۍ نظريو په خپرولو کې يې مثبت رول لوبولی دی.