د نړۍ ګڼو ۹۰ هېوادونه د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې سره مخالفت وکړ
cri2021-07-21 11:29:39
شريکول:

د م م د بشري حقونو شورا ۴۷مه غونډه په دې وروستيو ورځو کې تر سره شوه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په شلمه نېټه وويل چې څه باندې ۹۰ هېوادونو د بشري حقونو شورا په ياده غونډه کې د بشري حقونو د مسئلې د ساسي کېدو، د دې مسئلې په اړه د دوه ګونو ميعارونو د غوره کېدو او د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې سره مخالفت څرګند کړ.

نوموړي وويل چې په دې وروستيو ورځو کې د لبنان په شمول ډېرو ملګرو هېوادونو په دغه غونډه کې له چين څخه د ملاتړ په هکله يوه ګډه وینا وکړه. چين د دوی دغه کړنه ستايي.

هغه زياته کړه چې د نړۍ څه باندې ۹۰ هېوادونو له چين څخه د ملاتړ لپاره عادلانه رويه غوره کړې ده.(غاټول)