جاو لي جيان باور وښود چې په هه نان ولايت کې د سختو بارانونو له امله ځپل شوي خلک به پر ستونزو برلاسي شي
CRI2021-07-21 16:52:18
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۱مې نيټې وويل چې په دې وروستيو ورځو کې په هه نان ولايت کې سخت بارانونه اوريدلي، چې له امله يې د جنګ جو په شمول ځينو ښارونو کې سخت سيلابونه رامنځته شوي دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مهم هدايت ورکړی، چې له مخې يې د دغه هېواد مرکزي حکومت او د هه نان ولايتي حکومت سمدستي د مصيبت د مخنيوي او ژغورنې کارونه ترتيب کړي دي. د چين ازادۍ بخښوونکې اردو او پوځونه د همدې ستونزې په لومړي وخت کې هه نان ولايت ته ورسيدل او ځينو تصديو او خلکو له دغه ولايت سره مالي مرستې کړې دي. نوموړي باور وښو چې د دغه ولايت خلک به پر مصيبت برلاسي شي او د مصيبت د مخنيوي او ژغورنې او له ستونزو وروسته به د بيا رغونې کارونه تر سره کړي. د چين حکومت تل د خلکو ژوند او مال خونديتوب ته لومړيتوب ورکوي او په دغه هېواد کې ميشتو بهرنيانو ته په دروند نظر ګوري. په دغه ولايت کې تر اوسه پورې د بهرنيانو د مرګژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.