د امريکا  بلو اريجن شرکت لومړۍ انسان وړونکې کيهاني ازموينه تر سره کړې
cri2021-07-21 11:18:38
شريکول:

د سینهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا بلو اريجن شرکت د جولای په شلمه نېټه د نيوشيپارډ په نوم د دستګاه په وسيله لومړنۍ انسان وړونکې کيهاني ازموينه تر سره کړې ده. د دغه شرکت بنسټ ايښودونکي او د امازون شرکت پخواني اجرائيه رئيس جف بيزوس پکې برخه اخيستې ده. 

د ياد شرکت د معلوماتو له مخې دغه ازموينه د يادې دستګاه ۱۶مه ازموينه ده او د دغه شرکت انسان وړونکې لومړنۍ ازموينه هم ده. پر جف بيروس سربېره د ده ورور ماک، د امريکا پخوانۍ پيلوټې ولي فينګ او هالنډي اوليوير ديمن هم په دې ازموينه کې ګډون کړی دی.(غاټول)