د چين د سوداګرۍ وزارت: د چين د پانګونې او سوداګرۍ ۲۱مه نړيواله غونډه به په فوجيان کې تر سره شي
cri2021-07-21 11:26:15
شريکول:

د چين د پانګونې او سوداګرۍ ۲۱مه نړيواله غونډه به د روان کال د سپتمبر له اتمې نيټې څخه تر يوولسمې نيټې پورې د فوجيان ولايت په شيا من ښار کې تر سره شي. د چين د سوداګرۍ د وزير مرستیال وانګ شو ون د جولای په شلمه نېټه د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر له خوا په جوړه شوې خبري ناسته کې وويل چې د دغې غونډې عمده موضوع په نوي پرمختيايي حالت کې د نړيوالو پانګونو نوی فرصتونه دي او موخه يې د پانګونو په برخه کې د چين ښه نيت څرګندول، د نوي پرمختيايي جوړښت د چټکې ابادۍ او د نړيوال اقتصاد د بيا احيا او پرمختګ پرمخبيول دي.

د معلوماتو له مخې په راتلونکي غونډه کې به د ۲۰۲۱ کال لپاره د نړيوالو پانګونو د فورم په شمول څه باندې پنځوس فعاليتونه ترسره شي او په لومړي ځل به د چيني تصديو د پرمختګ راپور خپور او د کورنيو او بهرنيو پانګونو د هڅوونکو ارګانونو کاري غونډه به جوړه شي. (غاټول)