چين او امريکا د اقليمي بدلون پر وړاندې د مقابلې ګډه دنده لري
cri2021-07-22 10:48:20
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولاۍ په ۲۱مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې چين او امريکا په جلا جلا توګه په نړۍ کې تر ټولو لوی پرمختيايي او پرمختللی هېواد ګڼل کيږي او دواړه هېوادونه د اقليمي بدلون پر وړاندې د مقابلې ګډه دنده لري، نو بايد په دې برخه کې د نظريو تبادلې پياوړې کړي او خپل لارښوونکی رول دې ولوبوي.

 د خبر له مخې د اقليمي بدلون په هکله د امریکا ځانګړي استازي کيري له چين او امريکا څخه غوښتنه کړې چې د اقليمي بدلون په برخه کې يو له بل سره همکارۍ وکړي. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جيان پردې ټينګار وکړ چې په مشخصو ساحو کې د چين او امريکا ترمنځ همکارۍ له دوه اړخيزو اړيکو سره تړاو لري. امريکا نه شی کولی چې له يوې خوا د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او د چين ګټو ته زيان ورسوي او له بلې خوا له چين څخه په دوه اړخيزو او نړيوالو چارو کې د ملاتړ غوښتنه وکړي. امريکا بايد په مهمو برخو کې له چين سره د همکاريو لپاره زمينه برابره کړي. (غاټول)