لي که چيانګ د سيلاب د مخنيوي او ژغورنې کارونه ترتيب کړل
CRI2021-07-22 10:50:33
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د جولای په ۲۱مه نېټه د دولتي شورا د نوبتي غونډې مشري وکړه او په غونډه کې يې د سيلاب د مخنيوي او ژغورنې کارونه ترتيب کړل او له اړوندو ادارو يې د خلکو د ژوند او مال د خونديتوب غوښتنه وکړه. هغه په ياده غونډه کې د پولي چارو د ورخلاصون موضوعات هم وڅيړل، د نړيوالې سوداګرۍ د اسانه کېدو د اصلاحاتو او په بندرونو کې د سوداګريز چاپيريال د ښه والي په هکله يې تدبيرونه جوړ او تصديق کړل.