د چين د بهرنيو چارو وزارت: امريکا بايد د دېټريک فورټ بيالوژيکي لابراتوار پلټنه ومني او د کوويډـ۱۹ سرچينې د پيدا کولو مسئلې ته بايد ځواب ووايي
CRI2021-07-22 10:49:55
شريکول:

د جولای د ۲۱مې نیټې تر غرمې پورې شاو خوا پنځو ميليونو چيني انټرنيټ کاروونکو د روغتيا نړيوال سازمان په عنوان يو پيغام لاسليک کړی او په امريکا کې د دېټريک فورټ بيالوژيکي لابراتوار د پلټنې غوښتنه يې کړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان وويل، چې د دېټريک فورټ بيالوژيکي لابراتوار په هکله زيات شکونه تر اوسه پورې نه دي حل شوي. د ۲۰۱۹ م کال په جولای کې د امريکا د ناروغيو د کنټرول مرکز دغه لابراتوار ته د ازموينو د پای ته رسولو پيغام استولی و او ورڅخه يې غوښتنه کړی وه چې اکثره کارونه ختم کړي. خو په همدې مياشت کې د ويرجينيا ايالت په شمال کې د تنفسي سيستم ساري ناروغۍ رامنځته شوه چې لامل يې هيڅ معلوم نه و. په همدې وخت کې په ويسکونسين ايالت کې هم په لويه پيمانه د تنفسي سيستم ساري ناروغۍ رامنځته شوه او هغه مهاله ويل کېدل چې دا ناروغي د الکترونيکي سيګرټ له امله رامنځته شوې ده. د تېر کال د جولای په پای کې ياد لابراتوار ته نژدې دزړو کسانو د پالنې په دوو روغتونونو کې د سکاروي ساري ناروغۍ رامنځته شوه چې د دې لامل هم معلوم نه و. د امريکا خبري رسنيو خبر ورکړی، چې په ياد لابراتوار کې لا هم زيات ويروسونه موجود دي چې د انسانانو ژوند ته خطر جوړولی شي.