د اسرائیل د اين اېس او شرکت د پيګسوس سافټوير په وسيله د پنځوسو زرو کسانو څارنه کړې
cri2021-07-22 10:57:10
شريکول:

د نړۍ ځينو خبري رسنيو خبر ورکړی چې د اسرائيل د اين اېس او شرکت د پيګسوس سافټوير په دې وروستيو ورځو کې د نړۍ پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. ځکه ياد شرکت د د ياد سافټوېر په وسيله د نورو هېوادونو د مشرانو، شاهي غړو، سياستوالو، سوداګريزو شخصیتونو او د ځينو خبريالانو د موبيل تليفونونو څارنه کړې چې شمېر يې شاوخوا پنځوس زرو ته رسيږي. څو فرانسوي خبري رسنيو د جولاۍ په شلمه نېټه خبر ورکړی چې د دې هېواد د ولسمشر ايمانول ماکرون تلیفون هم د دوی تر څارنې لاندې دی. 

خو خبري رسنيو د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ په قول ويلي چې دغه خبر نه پخلی نه شی کولی او د دې هېواد حکومت به د دې شرکت د دغې کړنې پلټنه وکړي.