د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۱مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې امريکا بايد د تايوان مسئلې په هکله محتاطانه خبرې او نظريې خپرې کړي.
د امريکا د خارجه وزارت د ختيځې اسيايي چارو ادارې ټويټ کړی، چې دغه هېواد هر کلی کوي چې له تايوان سره دوستانه نړيوالې اړيکې پراخې کړي او د کرونا وبا ضد مبارزې، پانګونو او څارنې، د عرضې ځنځير د ټينګښت په شمول د ځينو ګډو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي. امريکا په ليتوانيا کې د تايوان د دفتر د جوړېدو ستاينه کړې ده.
جاو لي جيان په دې هکله وويل، چې چين د امريکا له اړوندو ناسمو خبرو او کړنو سره ټينګ مخالفت کوي.