چين د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه
CRI2021-07-22 16:19:23
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۱مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې اعلان وکړ، چې د کارونو د ترتيباتو له مخې ښاغلی يو شياو يونګ د د افغانستان د چارو لپاره د چين د نوی ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی. هغه به د ښاغلي ليو جيان پر ځای دغه دنده پرمخ يوسي. ليو جيان خپله دنده په برياليتوب پای ته رسولې ده.

جاو لي جيان زياته کړه، چې ښاغلي يوی شياو يونګ تجربه لرونکی ډيپلومات دی او له اوږدې مودې راهيسې د ديپلوماتيکو کارونو او تګلارو په څيړنې بوخت دی. هغه پخوا په قطر، اردن او ايرلنډ کې د چين د لوی سفير په حيث دنده تر سره کړی. د افغانستان مسئله اوس د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ ټکی دی، چين تل د دغه هېواد د سولې او روغې جوړې په بهير کې فعال ګډون کړی او د دغه هېواد د مسئلې په هکله د اړوندو خواوو تر منځ همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات رامنځته کولو لپاره به رغوونکی رول ولوبوي. يو شياو يونګ به ډېر ژر له اړوندو خواوو سره کاري اړيکې جوړې کړي او د همغږۍ کارونه به منسجم کړي.