د وو هان ښار د ويروس پر څيړنيز مرکز د امريکا تورلګونه بيخي دروغ دی
cri2021-07-22 10:40:12
شريکول:

د امریکا ځينو چارواکو او خبري رسنيو په دې وروستيو ورځو کې ويلي چې د چين په وو هان ښار کې د ويروس د څېړنيز مرکز درې کارکوونکي د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې پر کرونا ويروس اخته شوی و چې دا ښايي له لابوراتوار څخه انسانانو ته د دغه ويروس د خپرېدو سبب شوی وي. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولاۍ په ۲۱مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د دغو کارکوونکو نومونه څه دي او پر کومې ناروغې اخته شوي وو؟ که د دوی په بدن کې مثبتې نښې نښانې پيدا شوی وي، نو امريکا دې مهرباني وکړي چې اړوند راپور وړاندې کړي او يادو پوښتنو ته ځوابونه ور کړي! امريکا هېڅ ثبوت نه لري، ځکه  دوی دروغ وايي او يوازې غواړي چې پر چين تور ولګوي. (غاټول)