يووالی د اولمپيک په شعار کې شامليږي
cri2021-07-22 10:52:29
شريکول:

د اولمپيک د ۳۲مې دورې دوبنۍ لوبې به د جولاۍ په ۲۳مه نېټه د جاپان په پلازمينه توکيو کې پرانيستل شي. د اولمپيک نړیوالې کمیټې په ۱۳۸مه عمومي غونډه کې پرېکړه وکړه چې د اولمپيک په شعار کې به يووالی شامل کړي.

د اولمپیک نړيواله کميټه په ۱۸۹۴ کال کې جوړه شوه او شعار يې چتکتیا، لوړه سويه او پياوړتيا يادېدل. تر سلو کلونو وروسته په دغه شعار کې د يووالي کليمه هم شامليږي او دا د نړيوالو ګډه هيله څرګندوي. د اولمپيک نړيوالې کميټې ياد کار د مختلفو هېوادونو له خوا د بېلا بېلو ننګونو د لېرې کولو لپاره ډېر اهميت لري.(غاټول)