د روغتيا نړيوال سازمان: په ګردې نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۹۱ ميليونو۱۴۸ زرو او۵۶ ته رسیدلی دی
cri2021-07-22 10:42:05
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روغتيا نړيوال سازمان د جولای په ۲۱مه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د جولاۍ د ۲۱مې نيټې د مازديګر تر شپږو بجو او ۹ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۴۴۹۷۶۴ زيات شوی چې په دې سره يې عمومي شمېر ۱۹۱۱۴۸۰۵۶ ته رسيدلی دی. په همدې موده کې د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۱۰۶۷۹ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۴۱۰۹۳۰۳ ته رسيدلی دی. (غاټول)