امريکا د چيني هکرانو په اړه درواغ وايي
cri2021-07-22 14:34:22
شريکول:

امريکا په دې وروستيو ورځو کې ځیني لوېديځ ملګري راټول کړي او یوه اعلامیه يې خپره کړې ده، چې له مخې يې چین پر "سایبري برید" تورن کړی او غندلی یې دی. امريکا د "انټرنېټ غلا" په تور ۴ چیني کارکوونکي هم محاکمه کړي دي. په هر صورت، د امريکا لخوا خپور شوي تخنیکي توضیحات د شواهدو بشپړه سلسله نه شي جوړولی. د چین پر وړاندې د امريکا دا تورونه په بشپړ ډول دروغ او سیاسي چلونه دي.

امريکا له اوږدې مودې راهيسې، څو څو ځلې چین د "سایبري بریدګر" په نوم ياد کړی او تورونه یې پرې لګولي دي، خو اوس یې له خپلو لویدیځو متحدینو سره یو ځای پر چین لفظي برید کړی او دا څه نوې نه بلکې د دوی هميشنۍ کړنه ده. خلک شک لري، چې دا د امريکا په مشرۍ يوه ډرامه ده، او هدف يې د سایبري امنیت مسئلو ایډیالوژي کول او پر چین د ګنده اوبو اچول دي.

که حقیقت ووايو، په نړۍ کې د هکرانو ترټولو لوی هېواد کوم یو دی؟  ټول پوهېږو او که امريکا ادعا وکړي، چې زه اول نه يم، بلکې دوهم يم، نو څوک به لومړی وي؟

 د انټرنېټ د امنیت په برخه کې، امريکا پر خپل تخنیکي غوره والي تکیه کړې او په غیرقانوني ډول يې د نورو هېوادونو حساس معلومات او د اتباعو خصوصي معلومات غلا کړي دي.

 نړۍ اوس دا درک کړې، چې امريکا د نړیوال انټرنېټي امنیت ترټولو لوی ویجاړونکی هيواد دی.

معلومات ښیې، چې په ۲۰۲۰م کال کې، د چين اړوندې ادارې له ۴۲ ميلیونو څخه ډېرې د اپليټ(Applet) ناوړه نمونې نيولې دي، او پکې ۵۳ سلنه يې د امريکا دي. سربیره پردې، په چین کې د انټرنیټ یوه مشهور شرکت په خپل راپور کې دې ته اشاره کړې، چې د امريکا د استخباراتي ادارې د سایبري برید سازمان APT-C-39، يوولس کاله کيږي، چې د چين پر فضايي څېړنيزو سازمانونو، د نفتو صنعت، لويو انټرنیټي شرکتونو او حکومتي ادارو انټرنېټي بريرونه کوي او د چین ملي امنیت او اقتصاد ته يې سخت زیانونه رسولي دي.

انټرنېټي بریدونه د ګردې نړۍ پر وړاندې ګډ ګواښ دی. چين د دغو بريدونو قرباني دی او هر وخت د همدغو بريدونو ښکار پاتې شوی او دغه هيواد هر وخت د دغو بريدونو غندنه کړې او کلک مخالفت يې کړی دی.

 چين له ټولو هيوادونو غواړي، چې د متقابل احترام، متقابل اعتماد او دوه اړخیزو ګټو پراساس د خبرو اترو او همکارۍ له لارې انټرنېټي امنیت وساتي. دا مهمه نده، چې امريکا او د دغه هېواد ملګري هيوادونه څنګه درواغ جوړوي، ځکه دوی به هیڅ بریالي نشي. دغه هيوادونه باید د چین پر وړاندې انټرنېټي بریدونه بند کړي، پر چین دې ګنده اوبه نه اچوي او تش په نوم محاکمې دې بندې کړي.