څه باندې سلو هېوادونو د چين واکسين کارولو ته منظوري ورکړې
CRI2021-07-23 10:08:37
شريکول:

د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۲مه نېټه څرګنده کړه چې تر اوسه څه باندې سلو هېوادونو د کرونا وبا ضد د چين جوړ واکسين کارولو ته منظوري ورکړې او د ۳۰ هېوادونو مشرانو د چين جوړ واکسين کړی دی. د زياتو هېوادونو مشرانو او سياستوالو د چين واکسين ستايلی او ويلي يې دي چې دغه واکسين د کرونا وبا ضد مبارزې لپاره مهم خدمتونه تر سره کړي او هغو بهرنيانو چې د چين جوړ واکسين يې کړی، هم دغه واکسين ته خپلې موافقې رايې ورکړې دي. 

د خبر له مخې، د سريلانکا د جاياواردېناپورا پوهنتون د جولای په ۲۰مه نېټه د چين د سينوفارم واکسين د اغېزمنتوب په اړه خپل څېړنيز راپور خپور کړی چې له مخې يې، د سينوفار واکسين د دوو دوزو تر تزريق وروسته د ۹۵٪ کسانو په بدنونو کې د کرونا وبا ضد انتيباډي پيدا شوې ده. د دې تر څنګ د سينوفارم واکسين د دېلته په نوم د کرونا ويروس د بدلې بڼې پر وړاندې هم مثبته اغېزه لري. د ماليزيا د روغتيايي چارو مشر په همدې ورځ وويل چې ځينو رسنيو د چين د سينوواک واکسين په اړه ناسم خبرونه او راپورونه جوړ کړي چې له حقيقته ليرې دي. 

( سپوږمۍ)