د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکايي پوځ يوې چورلکۍ د جولاۍ په ۲۱مه نېټه د سوريې په شمال ختيځ هسکه ولایت کې پر یو کور بمباري کړې چې له امله يې درې تنه وژل شوي او څو تنه نور ژوبل شوي دي
د سوريې خبري اژانس په همدې ورځ خبر ور کړی چې يادې چورلکۍ د هسکه ولايت د مرکزي ښار په ختيځ کې پر يو کور بمباري وکړه چې له امله يې د دې کور غړو ته سخته مرګژوبله اړول شوې ده.