امريکايي ځواکونو په افغانستان کې هوايي بمباري کړې
CRI2021-07-23 10:08:06
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع وزارت د جولای په ۲۲مه نېټه خبر ورکړ چې ځواکونو يې له تېرو څو ورځو راهيسې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په پار په دغه هېواد کې هوايي بمبارۍ وکړې.

د پنتاګون وياند جان کيربي د همدې ورځې په يوه خبري ناسته کې يادې څرګندونې وکړې، خو د هوايي بمبارۍ ځايونه په ګوته نه کړل.

د امريکا رسنيو د ياد وزارت د يو بل چارواکي په قول خبر ورکړ چې امريکايي ځواکونو د روانې مياشتې په ۲۱مه او ۲۲مه نېټه د افغان ځواکونو په غوښتنې له ۴ ځلو نه زياتې هوايي بمبارۍ وکړې چې لږ تر لږه دوه ځله له افغان ځواکونو څخه د طالبانو لخوا د تر لاسه شويو پوځي تجهيزاتو د ويجاړولو لپاره وو. د يادو هوايي بمباريو په موخو کې د طالبانو پټنځايونه شامل وو چې يو يې په کندهار ولايت کې دی.

( سپوږمۍ)