امريکا ولې د پيګاسوس سافټوير پر پېښې چوپه خوله پاتې شوې
CRI2021-07-23 10:09:15
شريکول:

له تېرو څو ورځو راهيسې نړيوالې ټولنې د پيګاسوس په نوم يو اسرائيلي جاسوسي سافټوير ته زيات پام اړولی دی. د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۲مه نېټه اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل چې د امريکا حکومت هر وخت ځان د انټرنيټي امنيت ساتونکی بللی، نو اوس ولې د پيګاسوس سافټوير پېښې په اړه چوپه خوله پاتې شوې ده؟ برسېره پر دې دغه حکومت له خپلو ملګرو هېوادونو سره په همکارۍ د انټرنيټي امنيت په مسئله کې پر چين بې بنسټه تورونه لګولي دي.  له دې څخه څرګندېږي چې امریکا د يو غله په څېر خپل ځان ګناهګار بولي. 

د خبر له مخې، د پيګاسوس په نوم سافټوير د موبايل تليفونونو له لارې د زياتو هېوادونو سياستوالو، سوداګريزو شخصيتونو او خبريالانو څارنه کوي. 

وياند جاو لي جيان څرګنده کړه چې که اړوند خبرونه رښتيا وي، چين به يې وغندي. هغه زياته کړه چې د پټې اورېدنې په شمول د انټرنيټي امنيت ګواښونه د مختلفو هېوادونو پر وړاندې ګډه ننګونه ده. بېلا بېل هېوادونه بايد د يو بل د درناوي او مساوات پر بنسټ د همکارۍ او ډيالوګ له لارې ور سره ګډه مقابله وکړي. 

( سپوږمۍ)