شي جين پينګ د شي ځانګ له لاسا ښار څخه ليدنه وکړه
CRI2021-07-23 15:02:30
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۲۲مې نيټې له غرمې وروسته د شي ځانګ له لاسا ښار څخه ليدنه وکړه. هغه په خپل سفر کې جه بنګ معبد، باکو واټ او بودالاګونګ ماڼۍ ميدان ته ولاړ او هلته يې د قومي دودونو، د لرغوني ښار د ساتنې او د شي ځانګ د فرهنګ د ساتلو په شمول د ځينو کارونو په هکله معلومات تر لاسه کړل او له ځايي خلکو سره يې صميمي خبرې وکړې.