شي جين پينګ د چين په لوړو کې د برقي اورګاډيو له لومړۍ پټلۍ څخه ليدنه وکړه
CRI2021-07-23 15:02:58
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شی جين پينګ د جولای په ۲۲مه نېټه په اورګاډي کې د شيځانګ له لين جي ښار څخه لاسا ښار ته ولاړ او په لوړه کې يې د برقي اورګاډيو د چين د لومړۍ پټلۍ د چارو او ابادۍ ليدنه وکړه.

دغه پټلۍ د چينګ ځانګ لوړه د ګانګ دي سي غره او هيمالايا غره تر منځ په يوه دره کې جوړه شوې، چې د۹۰سلنې سطحه يې له ۳زرو مترو څخه لوړه ده او د يالوځانګبو پر سيند شپاړس ځلې تېره شوې ده. د دغې پټلۍ په جوړونې کې ډېرې ستونزې وې او چارې يې په څه دپاسه شپږو کلونو کې بشپړې شوې دي.

دغه پټلۍ د روان کال د جون په ۲۵مه نېټه پرانيستل شوې، چې عمومي اوږدوالی يې ۴۳۵ اعشاريه ۴۸ کيلومترو ته رسيږي. دغه پټلي ټول نهه سټېشنونه لري او اورګاډی پرې په ساعت کې ۱۶۰ کيلومتره مزل او له لاسا څخه تر لين جي پورې لار اوس په ۳ ساعتونو او ۲۹ دقېقو کې طی کولی شي.