شي جين پينګ له شيځانګ څخه ليدنه وکړه
CRI2021-07-23 10:47:49
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين بينګ د جولای په ۲۱مه نېټه له شيځانګ څخه ليدنه وکړه. هغه په همدې ورځ د شي ځانګ لين جي ښار ته ولاړ او په هوايي ډګر کې يې د بېلا بېلو قومونو حکومتي کارکوونکو او خلکو تود هرکلی تر لاسه کړ. نوموړی د ني يانګ سيند لوی پل ته ولاړ او هلته يې د يالوځانګبو سيند او د ني يانګ سيند په سيمه کې د ايکلوژيکي چاپيريال د ساتنې حالاتو په هکله معلومات تر لاسه کړل.

شي جين پينګ د جولای د ۲۱مې نيټې له غرمې وروسته د لين جي ښار د پراخوالي پلانوالي نندارتون، د با يي سيمې د لين جي علاقه دارۍ د ګالا کلي او د ګونګ بو باغ څخه ليدنې وکړې او د ښار د پرمختګ د پلانوالي، د کلي د ابادۍ او د ښاري باغ د جوړولو په شمول له ځينو چارو څخه يې ليدنې وکړې. نوموړی د روانې مياشتې د ۲۲مې نيټې له غرمې وروسته د لين جي د اورګاډې سټېشن ته ولاړ او هلته يې  له سي چوان څخه شي ځانګ ته د اوسپنيزو لارو د عمومي پلان او له لاسا ښار څخه تر لين جي ښار پورې د اوسپنيزو لارو د کارونو حالات له نژدی وکتل. ورپسې نوموړی په اورګاډي کې لاسا ښار ته ولاړ او ځای پر ځای يې د لاسا- لين جي اوسپنيزو لارو په اوږدو کې د ابادۍ حالت وڅاره او د اړوندو مسئلو په هکله يې څيړنې وکړې.