اسرائيل د سوريې پر مرکزي سيمې د توغنديو بريد کړی
cri2021-07-23 11:02:14
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوريې پوځ د جولاۍ په ۲۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې اسرائيل په همدې ورځ سهار وختي د دې هېواد پر مرکزي هومز سيمې د توغنديو بريد وکړ، خو چا ته پکې  مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په دې اعلاميه کې راغلي چې د جولاۍ د ۲۲مې نيټې د سهار وختې په يوې بجې اسرئيلي پوځ پر یادې سيمې د توغنديو بريد کړی، خو زياتره توغندي د سوريې د دفاعي سيستم له خوا شنډ شوي دي. د سوريې د بشري حقونو څار سازمان چې مقر يې د بريټانيا په لنډن کې پروت دی، خبر ور کړی چې له بريد سره همهاله په څو ځايونو کې چاودنې شوې دي. ویل کيږي چې په دغه سيمه کې د لبنان حزب الله غړي ميشت دي.