د چين د بهرنيو چارو وزارت: د امريکا د سوداګرۍ استازې تور ته سپين او سپين ته تور ويلي
cri2021-07-23 10:57:02
شريکول:

دا چې د امريکا د سوداګرۍ استازې کاټريني تاې په دې وروستيو ورځو کې د چين په اړه ناسمې خبرې وکړې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د       جولاۍ په ۲۲مه نېټه وويل چې د امريکا د سوداګرۍ استازې کاټريني تاې تور ته سپين او سپين ته يې تور ويلي دي.

د خبر له مخې د امريکا د سوداګرۍ استازې کاټريني تاې د استراليا د سوداګرۍ له وزير دان تيهان سره د ليدنې پر مهال ويلي چې امريکا د استراليا او چين           ترمنځ خړپړو اړينو ته پاملرنه کوي او د اوسنۍ ننګونې پر وړاندې به د استراليا ترڅنګ ودريږي. هغې زياته کړې چې دواړه خواوې ژمنې دي چې د اقتصادي           فشارونو پر وړاندې د مبارزې په شمول به د غير بارازي کړنو په هکله يو له بل سره د لوړې کچې سلا مشورې وکړي.

په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان وويل چې استراليا د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او د چين ګټو ته زيان رسوي او له چين سره د سوداګرۍ په برخه کې د تبعيض رويه غوره کوي چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسنۍ ستونزې د رامنځته کېدو عمده سبب دی.(غاټول)