د کوويډـ۱۹ ويروس د سرچينې په پلټنې کې بايد سياست ته اجازه ورنه کړل شي
cri2021-07-23 14:44:21
شريکول:

روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو ورځو کې د کرونا ويروس د سرچينې د پلټنې د دوهمې مرحلې پلان خپور کړ. په ياد پلان کې هغه فرضیه چې "چین د لابراتوار له معیاري پروسې څخه سرغړونه کوي او د ویروس د خپرېدو لامل کیږي" د څیړنې عمده موضوع ګرځېدلې ده.

دا د روغتيا نړيوال سازمان له هغه راپور سره چې په تېر مارچ کې يې خپور کړی، ډېر توپير لري. په هغه راپور کې يې دا په ګوته کړې، چې " داسې هيڅ احتمال نشته، چې کوویډـ۱۹ ویروس دې له لابراتوار څخه خپور شوی وي."

د چين حکومت د جولای په ۲۲مه نېټه د چیني او بهرنیو خبریالانو لپاره مطبوعاتي غونډه جوړه کړه او په چین کې د ویروس سرچينې څېړنيز وضعیت يې په تفصیل بیان کړ او نړیوالې ټولنې ته يې پوره توضیحات ورکړل.

 د چين اړوندو چارواکو په ياده غونډه کې د تفصيلي معلوماتو او مشخصو قضیو له لارې د لوېديځو هېوادونو لخوا د وو هان د لابراتوار په اړه جوړ شوي درواغ رد کړل، او دا یې په ډاګه کړه، چې د ويروس سرچينې د موندلو په اړه به داسې پلان ونه مني، چې علم او پوهې ته پکې درناوی نه وي شوی او یا له ساینس سره په ټکر کې وي.

حقيقت تر ټولو غوره ثبوت دی. تر دې دمه، د وو هان د ويروس د څېړنيز انسټيټيوټ هېڅ کارکوونکی او څېړنيز غړی پر کرونا ويروس ندی اخته شوی، نو د روغتیا نړیوال سازمان د دوهم پړاو پلان د منلو وړ نه دی، د دوی دا چاره دا په ګوته کوي، چې د ويروس سرچينې د موندلو کارونه يې په سیاست ورګډ کړي دي.

تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې د روغتيا نړيوال سازمان کارپوهان دوه ځلې چين ته تللي او د ووهان د ويروس له څېړنيز انسټيټيوټ څخه يې ليدنې کړي او هلته یې معاینې ترسره کړې دي. چيني چارواکو مخکې هم په مطبوعاتي غونډه کې ويلي وو، چې چین په بشپړ ډول د ياد سازمان د کارپوهانو د لیدنې اړتیاوې پوره کړې او دوی ته یې اجازه ورکړه، چې کومو ځايونو ته ورتلل غواړي، په ازادانه ډول ورتللی شي او وروسته د دغه سازمان کارپوهان همغو سيمو ته لاړل، چې دوی یې غوښتنه کوله او هلته یې له خلکو سره هم ليده کاته وکړل. دوی په پای کې دې پایلې ته ورسیدل، چې داسې هيڅ امکان نه ليدل کیږي، چې کوويډـ۱۹ ويروس دې له چیني لابراتوار څخه خپور شوی وي.

اوس ځينې کړۍ غواړي، چې د ساینس او تاريخ له ازموينو سره مقاومت وکړي.

د نړیوالې علمي ټولنې اوسنی ګډ نظر دا دی چې " د کرونا ویروس د وو هان له لابراتوار سره هېڅ تړاو نه لري".

د نړۍ ۲۴ نامتو کارپوهانو د جولای په ۵مه نېټه په لانسیټ مجلې کې یو ځل بیا مقاله خپره کړه او په ګوته یې کړه، چې له چیني لابراتوار څخه د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه هېڅ ساینسي شواهد شتون نه لري.

د امريکا، بريتانيا، او استرالیا ساینسپوهانو د اروپا د ساینسي معلوماتو د شریکولو په ويبپاڼه (Zenodo) کې د جولای په ۷مه نېټه يوه مقاله خپره کړه او دا یې پکې ويلي، چې "هېڅ داسې شواهد شتون نلري، چې کرونا ویروس دې د وو هان له لابراتوار څخه راپورته شوی وي" او "هېڅ داسې ثبوت نشته، چې کومه لومړنۍ ثبت شوې پېښه د وو هان د ویروس له څیړنیز انسټيټيوټ سره تړاو ولري".

ويروس د انسانانو ګډ دښمن دی او نړیواله ټولنه یوازې د یووالي او همکارۍ له لارې کوويډـ۱۹ ویروس ته ماتې ورکولی شي. د نړۍ ۵۵ هېوادونو د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدير ته لیکلي، چې په نړیواله کچه د ویروس سرچينې د څیړنې ملاتړ وکړي او د دې مسئلې له سیاسي کېدو سره يې کلک مخالفت کړی دی.

دا د نړیوالې ټولنې غږ دی، چې د ویروس د سرچينې څېړنه ساینسي مسئله ده او سياست ته بايد هيڅ اجازه پکې ورنه کړل شي، کنه دا به د نه ختمیدونکي زیان لامل شي.