ايران د جولای په ۲۲مه نېټه د نفت ليږدولو نوی پايپ لاين ګټې اخيستنې ته وسپاره، دغه پايپ له هورموز تنګي پرته د ځمکې له لارې نفت صادرولی شي. د ايران ولسمشر حسن روحاني د دغه پايپ لاين د پرانيستې په انلاين مراسمو کې وويل، چې دا د ايران د اومو نفتو صادرولو د مخنيوي لپاره د امريکا کړنو ته په مناسب ځواب دی.
د ايران د خبري اژانس د خبر له مخې، د دغه پايپ لاين اوږدوالی زرو کيلومترو ته رسيږي چې په لويديځ کې د ايران د بوشهر ولايت له ګوره څخه د عدن خليج تر جاسک بندر پورې غځيدلی دی. د دغه پايپ لاين د کارولو په پيل کې هره ورځ د درې لکو بيلرو اومو نفتو او تر ټولو زيات يې يوه ورځ کې يو ميليون بيلر اومو نفت ليږديدلی شي.