د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای پر ۲۳مه د دغه وزارت د نوبتي خبري ناستې مشري وکړه.
د امريکا د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتي چارو سکرټرې جن پساکي د جولای په ۲۲مه نېټه د کرونا وبا د سرچينې د څېړنې په اړه د روغتيا نړيوال سازمان د دوهم پړاو کاري پلان په اړه وويل، چې دغه هېواد د چين په اړه مايوسه دی او د چين دريځ غيرمسئولانه او خطرناک دی. جاو لي جيان په خبري ناسته کې د امريکا د يادې څرګندونې په اړه وويل، د امريکا ځينې کسان د کرونا وبا په پلمه د چين د بدنامولو او پر چين د بې بنسټه تورونو د لګولو په هڅه کې دی او عمومي معلوماتو او علمي چارو ته درناوی نه کوي. چين له دغو ناوړو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي.
جاو لي جيان څرګنده کړه، چې د امريکا هغه کړنې خطرناکې دي، چې د کرونا وبا د تر ټولو مخکینۍ پېښې د وخت او راپور په اړه شکونو ته يې ځواب نه دی ورکړی او د فورټ ډيټريک بيولوژيک لابراتوار او نورو ۲۰۰ بهرنيو بيولوژيکو لابراتوارونو په اړه يې خوله چوپه پاتې ده.