د جوبایډن د ملاتړ کچه ۵۰ سلنې ته راټیټه شوې
CRI2021-07-24 15:04:39
شريکول:

د امريکايي خبري رسنۍ د خبر له مخې، د يوې سروې نتيجه د جولای پر ۲۳مه خپره شوه، چې په دغه سروې کې د جولای له ۶مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې له ۱۰۰۷ امريکايانو څخه نظرپوښتنې تر سره شوي. د امريکا د ولسمشر جوبايډن د ملاتړ کچه ۵۰ سلنې ته راټیټه شوې، چې دغه رقم د جون په پرتله ۶ فيصده کم شوی او د نوموړي له لوړې وروسته تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې ده .

په دغه خبر کې ویل شوي، چې د پيسو پړسوب په اړه د خلکو اندېښنه، د کرونا وبا د پېښو دوباره زياتوالی او د واکسين تطبيق ورووالی د جوبايډن د ملاتړ کچې د ټيټوالي ممکن لاملونه دي.