د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د شي ځانګ له کورواکې سيمې څخه د کتنې په ترڅ کې د دغې سيمې د امنیت د ساتنې او د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ لارښوونه وکړه
CRI2021-07-24 14:59:21
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پينګ په سوله ييزه توګه د چين د شي ځانګ سيمې د ازادېدو د ۷۰مې کاليزې په درشل کې له دغې سيمې څخه ليدنه وکړه.

نوموړي د دغې سيمې د بېلا بېلو قومونو له چارواکو او عامو وګړو څخه د حال احوال پوښتنه وکړه او د چين د کمونېست ګوند په استازيتوب يې ورته نيکې هيلې وړاندې کړې.

د معلوماتو له مخې، رئيس شي جين پينګ د جولای له ۲۱مې نېټې څخه  تر ۲۳مې نېټې پورې د شي ځانګ د کورواکې سيمې د ځايي رهبرانو په ملګرتيا سره په وار سره د لين جه او لاسا سيمو له کليو، ښاري باغ، د اوسپنيزو لارو، مذهبي ځايونو او کولتوري واټونو څخه ليدنې وکړې.

نوموړي د ليدنې په وخت کې د شي ځانګ د چټک پرمختګ په اړه وويل، چې په سوله ييزه توګه د شي ځانګ سيمې د ازادېدو له ۷۰ کلونو راهيسې، د دې سيمې  د بېلا بېلو قومونو چارواکو او خلکو د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې تر لارښوونې لاندې د ټولو چينايانو د ملاتړ په رڼا کې د ډول ډول ستونزو په ليرې کولو سره ټولنيز نظام بدل کړی او په اقتصادي او ټولنیزه هره ساحه کې یې چټک پرمختګ موندلی دی. په دې سيمه کې د خلکو د ژوند سويه ډېره لوړه شوې او د ښارونو او کليوالو سيمو بڼې يې د پخوا په پرتله ډېرې ښکلې شوې دي. له دې څخه څرګندېږي، چې د چين د کمونېست ګوند له مشرۍ پرته به نوی چين او نوی شي ځانګ اباد نه شي. د شي ځانګ سيمې په اړه د چين د کمونېست ګوند اداري تګلاره او لايحې بېخي سمې دي.

نوموړي په نوې زمانه کې د شي ځانګ سيمې د ادارې د يادونې په وخت کې پر دې ټينګار وکړ، چې په نوې پرمختيايي مرحلې کې دې ټول کارونه په ثابته توګه پياوړې شي، نوې پرمختيايي مفکوره دې په پوره او جدي توګه پلې شي، نوی پرمختيايي چوکاټ دې بشپړ شي، ښه کيفيت لرونکی پرمختګ دې پياوړی شي او سرحدي سيمه دې اباده شي. دغه راز، د امنيت، پرمختګ، ايکولوژيک چاپيريال او ابادۍ په څلورو برخو کې چارې دې لا پياوړې شي، څو د چينګ های او شي ځانګ په لوړې سيمې کې د ايکولوژيک چاپيريال د ساتلو او د دواملرونکي پرمختګ په برخو کې نوي برياليتوبونه تر لاسه شي.

شي جين پينګ د بېلا بېلو قومونو د يووالي او همغږۍ د پياوړتيا په برخه کې وويل، هغه خلک چې د اوږدې مودې لپاره په لوړې سيمې کې ژوند کوي، له ځايي طبعيت سره ښه سلوک او همغږي کوي. ځايي اوسيدونکي بايد د دې سيمې د طبيعي ځانګړتياوو سره سم د دواملرونکي پرمختګ پر مفکورې ټينګار وکړي او بايد چاپيريال وساتي. د ښارونو پرمختګ دې له ايکولوژيک چاپيريال سره سمون وخوري، په ښارونو کې دې د اساسي تاسيساتو علمي سيستم جوړ شي او د ځنګلونو د ساتلو او د اور وژونکي سيستم دې بشپړ شي، څو عصري ښارونه اباد شي.

نوموړي زياته کړه، چې د شي ځانګ سيمې ښه کيفيت لرونکی پرمختګ بايد د بېلا بېلو قومونو د يووالي پر بنسټ د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره تر سره شي. ځايي حکومت بايد د دې سيمې د ځانګړتياوو سره سم اصلاحات او ورخلاصون ژور کړي، بايد د اوسپنيزو لارو او سړکونو په شمول د مهمو اساسي تاسيسات اباد کړي، بايد ځانګړې صنعتي چارې پياوړې او د پاکو  انرژیو اډه جوړه کړي، څو د پرمختګ او امنيت په رڼا کې د چټک پرمختګ لار پيدا شي.

بر سېره پردې، شي جين پينګ د شي ځانګ سيمې د ايکولوژيک چاپيريال ساتنې ته ډېره پاملرنه کوي. هغه پردې ټينګار وکړ، چې ځايي حکومت بايد د ايکولوژيک چاپيريال د اداري سويې په لوړتيا سره بیولوژيک متنوعيت او د بشريت او  طبعیت ترمنځ همغږي وساتي.