د چين د بهرنيو چارو وزارت: د دوه اړخيزو اړيکو په اړه د امريکا ناوړه رويه نه مني
CRI2021-07-24 15:03:57
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس په دې وروستيو کې وويل، هيله لري، چې چين ته د امریکا د بهرنيو چارو مرستيالې وينډي شيرمن سفر د امريکا د ګټو  او ارزښت نظريې خپرې کړي او دغه هېواد به " د قوت او مقام په اساس " له چين سره خبرو اترو ته دوام ورکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای پر ۲۳مه په يوه خبري ناسته کې وويل، امريکا حق نه لري چې وايي " د قوت او مقام په اساس " له چين سره تګ راتګ کوي. ده زیاته کړه، موږ په انکوراګ ښار کې له امريکا سره خبرو اترو کې او په تيان جين ښار کې دغه ناوړه رويه نه  منو.

جاو لي جيان وويل، امريکا وايي د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو په چارو کې د سيالۍ، همکارۍ او مقابلې سلوک غوره   شوی، له دې څخه څرګنديږي چې امريکا،  چين خپل سیال بولي او د خپلمنځي مقابلې لمسون او د چين د پرمختګ مخنيوی غواړي. د دواړو هېوادونو د اړيکو اصلي جريان په اړه د امريکا نظريه ناوړه ده او له حقيقت او د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون نه لري.

جاو لي جيان همدارنګه زياته کړه، چې چين به ويډي شيرمن ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په اړه د چين اصول او دريځ څرګند کړي او د خپل ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ د ګټو ساتلو ته به دوام ورکړي.