د چين د بهرنيو چارو وزارت: د کرونا ويروس د سرچينې د څېړنې په اړه د روغتيا نړيوال سازمان د دوهم پړاو کارونه له سخت سياسي لاسوهنې سره مخ دي
CRI2021-07-24 15:01:23
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۳مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، د کرونا ويروس د سرچينې د څېړنې په اړه د روغتيا نړيوال سازمان د دوام پړاو کاري پلان، چې د دغه سازمان د درالانشا له خوا غړو هېوادونو ته خپور شوی، له سخې سياسي لاسوهنې سره مخ دي.

نوموړي د خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، چين او زياتو هېوادونو د جولای پر ۱۶مه د روغتيا نړيوال سازمان په يوه غونډه کې د ياد پلان په اړه اصلي دريځ بيان څرګند کړی او په ژنيو کې د چين دايمي پلاوي دغه سازمان ته د پيغام په خپرولو سره د دغه هېواد نظريې او پېشنهاد بيان کړی دی.

جاو لي جيان وويل، د روغتيا نړيوال سازمان د عمومي غونډې پريکړه ليک په څرګنده توګه وغوښتل، چې د دغه سازمان عمومي مدير بايد په پرله پسې توګه له غړو هېوادونو سره نژدې همکارۍ وکړي او له حيواناتو څخه د کرونا ويروس سرچينه او بشر ته د ويروس د انتقال لارې وڅېړي. د دغې غوښتنې له مخې، د اړوندو څېړنيزو کارونو د راتلونکي پړاو پلان بايد د غړو هېوادونو تر مشرۍ لاندې وټاکل شي او د روغتيا د نړيوال سازمان او غړو هېوادونو ترمنځ د بشپړو سلامشورو له لارې يووالي ته ورسيږي.  د دغه کاري پلان د جوړېدو بهير بايد پرانيستی او شفاف وي.

جاو لي جيان وويل، چې خپور شوی کاري پلان د کرونا ويروس د سرچينې د څېړنې په اړه د چين او د روغتيا نړيوال سازمان د ګډ راپور له نظريو او وړانديزونو سره سمون نه لري او د دغه پلان د جوړېدو بهير شفاف نه دی، نو په دې اړه شک او اندېښنه شته، چې ايا دغه پلان تر سياسي لاسوهنې لاندې جوړ شوی دی.

جاو لي جيان وويل، چې خپور شوی کاري پلان د کرونا ويروس د سرچينې د څېړنې په اړه د چين او د روغتيا نړيوال سازمان د ګډ راپور له نظريو او وړانديزونو سره سمون نه لري او د دغه پلان د جوړېدو بهير شفاف نه دی، نو په دې اړه شک او اندېښنه شته چې ايا دغه پلان تر سياسي لاسوهنې لاندې جوړ شوی دی.