د امريکا د بهرنيو چارو وزارت، د ماليې وزارت، د سوداګرۍ وزارت او د ملي امنيت وزارت په دې وروستيو کې تش په نوم " د هانکانګ د سوداګرۍ په اړه خبرداری" خپور کړ او د دغه هېواد د ماليې وزارت د بهرنيو پانګو د کنترول دفتر د چين د هانکانګ په خاصه اداري سيمه کې د مرکزي حکومت د نماينده ګۍ پر ۷ مرستيالانو پولي بنديزونه ولګول. د چين ادارې د امريکا د ناوړو کړنو په اړه وويل، چې د ملي حاکميت د خونديتوب او د پرمختګ د ګټو د ساتلو لپاره هر ضروري قانوني اقدام وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د جولای په ۲۳مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين پرېکړه کړې، چې د امريکا پر ۷ شخصيتونو او ارګانونو بنديزونه ولګوي.
نوموړي وياند وويل، امريکا د هانکانګ د سوداګريز چاپيريال بدنامولو لپاره تش په نوم د هانکانګ د سوداګرۍ په اړه خبرداری خپور کړی او په ناقانونه توګه يې په هانکانګ کې د چين د حکومتي ادارو پر چارواکو بنديزونه لګولي دي، چې دغه کړنې له نړيوال قانون او نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه سخته سرغړونه او د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه ده. چين د امريکا له ناوړو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي او د دغو کړنو سخته غنده کوي.