د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د دغه هېواد په کليوالو سیمو کې د تشنابونو د تاسيساتو او شرايطو د ښه والي په اړه لارښوونکی حکم ورکړ. له تېرو څو کلونو راهيسې د کليو د تشنابونو د اصلاحاتو په جريان کې د دغه هېواد په کليوالو سيمو کې د تشنابونو شمېر زيات شوی او شرايط يې ښه شوي دي، چې له امله يې کليوالو وګړو ته ډېرې انسانتياوې برابرې کړي او ځايي چاپيريال ښه کړی دی. د دغه هېواد د پرمختګ د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې بايد د کليوالو تشنابونو اصلاحات په پر له پسې ډول د کلیوالو سيمو د سمسورتيا د يو مهم کار په توګه تر سره شي. د بېلا بېلو کچو حکومتي ادارې بايد په اړوندو کارونو کې خپل مسئوليت ادا او کوښښونو ته دې دوام ورکړي.