د اولمپیک نړيوالي کمېټې د سولي په خاطر په خپل شعار کې د "یووالي" کلیمه اضافه کړه
CRI2021-07-25 12:02:27
شريکول:

د اولمپيک ۳۲مې دورې دوبنۍ نړيوالې لوبې د جولای پر ۲۳مه نېټه د جاپان په توکيو ښار کې پېل شوې. دغه لوبې د اولمپيک په تاريخ کې ځانګړې دوره ده، چې د کورنا وبا له امله يې د تر سره کېدو وخت يو کال ځنډېدلی و. د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس ټوماس باچ څو ورځې مخکې د دغو لوبو د ارزښت د يادونې پر مهال وويل، چې د اولمپيک لوبې همېشه د نړۍ د يووالي سبب ګرځي. د څه باندې ۲۰۰ هېوادونو او سيمو د اولمپيک کمېټو د اولمپيک د نړيوالې کمېټې د پناه وړونکو له پلاوي سره يو ځای د يو هېواد د يو ښار د لوبغاړيو په يو کلي کې راغونډېږي. بر سېره پردې، د کرونا وبا پر وړاندې د مختلفو هېوادونو د لوبغاړیو راغونډول او د دغو لوبو تر سره کول تاريخي ارزښت هم لري، چې ټولو لوبغاړو، چارواکو او اړوند کارکوونکو د دې لپاره ستر خدمتونه کړي دي.

د توکيو د اولمپيک لوبو د پرانيستلو په وخت کې مو دلته په بېجينګ کې د اولمپيک نړيوالې کمېټې د کلتور او تاريخي اثارو د شورا غړي او د اولمپيک کلتور له خپروونکي هوه کون سره مرکه وکړه. هغه له ۲۰۱۲م کال څخه يا په تېرو نهو کلونو کې د ۲۶ هېوادونو له ۴۷ ښارونو څخه ليدنې کړي او ياد ښارونه د اولمپيک د ژمنيو، دوبنيو او ځوانانو نړيوالو لوبو کوربه ښارونه پاتې شوي دي. بر سېره پردې، نوموړي د اولمپيک د څو دورو مشالونه ليږدولي او د اولمپيک لوبو د يادګارۍ توکي يې راغونډ کړي دي. بل د یادونې وړ ټکی دا دی، چې د ده مېرمنې په اولمپيک لوبو کې دوه ځله د تکواندو په مسابقو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي. د اولمپيک کلتور او روحيې د يادونې په وخت کې يې وويل،

(د سفر په ترڅ کې مې د خپلو سترګو او غوږونو له لارې احساس کړ، چې د ښاغلي کوپيرټين له قوله د اولمپيک مرکزي مفکوره سوله ده. ځکه چې يوازې د سولې د مفکورې په رڼا کې نورې غوښتنې پوره کېدلای شي؛ نو د اولمپيک لوبو ډېره لوړه موخه څه ده؟ د اولمپيک د نړيوالې کمېټې د ځواب له مخې، د دغې کمېټې آخري نيت او دنده د سولې په چاپيريال کې يوه ښايسته نړۍ جوړول دي، چې په دغه نړۍ کې به هر کس شرافت ولري.)

مخکې تر دې، چې د توکيو د اولمپيک نړيوالې لوبې پېل شي، د اولمپيک نړيوالې کمېټې په خپلې ۱۳۸مې عمومي غونډې کې پريکړه وکړه، چې د اولمپيک شعار نوی کړي او پر لا چټکتيا، لا لوړتيا او لاغښتليتوب کليمو سره یې د يووالي کلېمه هم ور زياته کړه. په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د کورنا وبا له ننګونو سره مخامخ ده، د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا سرعت ورو دی او په ځينو سيمو کې شخړې او کشالې روانې دي، په دغه شعار کې د يووالي کليمې زياتوالی نه يوازې د اولمپيک روحيې پراخې کړې، بلکې په اوسنۍ زمانه کې د سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره د نړيوالو ګډ باور او ټينګ هوډ څرګندېږي. ښاغلي هوه کون وويل،

(زما په اند، له دې څخه څو ماناوې څرګندېږي. لومړی، د يووالي اصلي مانا څرګندېږي. مانا يې دا ده چې موږ بايد د ستونزو د ليرې کولو لپاره لاس یو کړو. مثلأ، په توکيو کې د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د ټولې نړۍ لوبغاړي دغه ښار ته راغونډ شوي دي. د کورنا وبا د رامنځته کېدو تر يو نيم کال وروسته موږ يو ځل بيا د بشريت په دغه ډېره ستره او ډېره سمسوره غونډه کې راغونډ شوو. موږ په ګډه د خپلو ښايسته شکلونو او د مختلفو هېوادونو د ځوانانو د لوړو روحيو د څرګندولو لپاره کوښښ کوو. دا زموږ لپاره ګډ برياليتوب دی.)

پيري دې کوبيرټينPierre De Coubertin چې د عصري اولمپيک پلار يادیږي، په ۱۸۹۴م کال کې یعنې د اولمپيک نړيوالې کمېټې د جوړېدو په وخت کې د لا چټکتيا، لا لوړتيا او لا غښتليتوب په نوم د اولمپيک شعار وټاکه. له هغه وخت څخه تر سلو کلونو زيات وخت تېر شوی، اوس په دغه شعار کې د يووالي کليمه ځای شوه، چې دا د پياوړتيا، دوستۍ، درناوي او يووالي په نوم د اولمپيک روحيې پراخوي او خپروي. ښاغلي هوه کون وويل،

(حقيقات دا دی، چې نوی شعار له پخواني شعار څخه په ميراث وړلو سره د اولمپيک رښتيني اصول خپروي. رښتیا دا ده، کله چې ښاغلي کوپيرټين په ۱۹۱۴م کال کې ټولې نړۍ ته د اولمپيک پنځه دايرې وښودلې، ارزښت يې څرګندېد، چې ټوله نړۍ دې يووالی وساتي او پنځه لويې وچې دې ونښلول شي. د بېلو رنګونو، بېلو جنسونو، بېلو عمرونو او بېلو قومونو کسان بايد په ګډه د اولمپيک چارو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. نو دا يو ميراث، يو پل او يوه نوې مانا ده.)

کابو دوه سوه ورځې وروسته به د بېجينګ ژمنۍ اولمپيک لوبې په رسمي توګه پرانيستل شي. په هم هغه وخت کې به د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو غوره لوبغاړي بېجينګ ته راشي. بېجينګ د افغانستان د اولمپيک په تاريخ کې هم د یادونې وړ ښار دی، چې په ۲۰۰۸م کال کې د افغانستان لوبغاړي روح الله نيکپای د تکواندو د نارينه وو د ۵۸ کيلوګرامو په درجه مسابقو کې مسي مډال تر لاسه کړ او دا د افغانستان په تاريخ کې د اولمپيک لومړی مډال هم و؛ نو ويل کېږي چې بېجينګ د افغانستان د لوبغاړو لپاره نيکمرغه ځای دی. ښاغلي هوه کون د بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو د خپرونکي پلاوي د غړي په توګه د افغانستان دوستانو ته بلنه ورکړه. ده وويل،

(موږ هيله لرو، چې اولمپيک لوبې به په بېجينګ کې وځلېږي. بر سېره پر دې، څه رنګه چې دغه لوبې به په اسيا کې تر سره شي، نو دا به اسيايي هېوادونو ته اسانتياوې برابرې کړي. په تېره بيا د افغانستان په شمول زموږ ګاونډي هېوادونو ته. زه هم په دې تمه يم، چې افغان لوبغاړي د بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو کې برخه واخلي او له خوشحالي فضا څخه خوند واخلي. زه په دې پوهېږم، چې د افغانستان خلک د سوله ييز او ازاد تګ راتګ په تمه دي. تاريخ دا ثابتوي، چې افغانستان يو ټينګ قوم دی. روحيې يې د اولمپيک مفکورې ته ورته والی لري. په عين وخت کې زه هيله لرم چې په افغانستان کې سوله او ملي روغه جوړه ژر تر ژره راشي او خلک په لا سوله ييز او پراخ چاپيريال کې ژوند وکړي. د افغانستان ځوانان به په ازاده توګه له سپورټ څخه خوند واخلي.)

د الوت پر مهال کوترې، د اولمپيک لوبو مشال او يو له بل سره نښلول شوې د اولمپيک پنځه دايرې ټول د سولې نښې بلل کېږي. کله چې د مختلفو هېوادونو او سيمو لوبغاړي توکيو ته رسېدل، د دوی له کړنو څخه د اولمپيک هغه روحيې څرګندېده، چې نړیوال دې د ستونزو او ننګونو د ليرې کولو لپاره يووالی وساتي!

ګرانو دوستانو، د چين الفبا نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسېږي. له پاملرنې مو مننه، خدای پامان!