د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د افغان سولې او کرونا وبا په اړه خبرې وکړې
CRI2021-07-25 15:00:45
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای پر ۲۴مه د دغه هېواد د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې د پاکستان له بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو درېيمې ستراتيژيکې خبرې اترې تر سره کړې چي د بحث عمده موضوعات يې افغان سوله، کورنا وبا او د دواړو هيوادونو ګډې همکارۍ وې.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چې چين او پاکستان يو و بل ښه ګاونډيان، ښه ملګرې، ښه ورونه او ښه همکاران بولي او خپلمنځي دوستي يې ټينګه او نه ماتېدونکې ده. چين د پاکستان لوړه ارزونه کړې چې د چين د مهمو او اصلي ګټو په چارو کې يې له چين څخه قوی ملاتړ کړی دی. چين د ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ د ګټو د ساتلو او د خپل وضعيت له مخې د پرمختيايي لارې د پيدا کولو په برخو کې د پاکستان له کوښښونو څخه ټينګ ملاتړ کوي او د دې ملاتړ کوي چې دغه هېواد بايد په سيمه ييزه او نړيوال صحنه کې لا مهم رول ولوبوي. چين له کرونا وبا سره د مبارزې په بهرنيو همکاريو کې، په تيره بيا د کرونا وبا ضد واکسين په همکاريزو چارو کې پاکستان ته لومړيتوب ورکوي او هيله لري، چې له پاکستان او نړيوالې ټولنې سره د دې لپاره ګډې هڅې وکړي چې د کرونا ويروس د سرچينې څېړنيزې چارې بېرته علمي او مناسب مدار ته وګرځي. دواړه خواوې بايد د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د باکيفيته آبادۍ، د بنسټيزو تآسيساتو، معلوماتي تکنالوژۍ، کرهنې او د خلکو د ژوند په برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې کړي.

قريشي په خپلو خبرو کې وويل، له چين سره د ټينګې دوستۍ لا پياوړتيا د پاکستان دولت ګډه نظريه بلل کيږي او د پاکستان د بهرنيو ستراتيژو بنسټ دی. پاکستان د چين د بدنامولو هره کړنه غندي او د کرونا ويروس د سرچينې د پيدا کولو مسئلې په اړه د چين له دريځ سره پوره توافق لري. پاکستان هيله لري، چې له چين سره د افغانستان د سولې او روغې جوړې بهير د هڅولو لپاره همکارۍ وکړي.