د هند په لوېدیځ کې پرله پسې بارانونو لږ تر لږه ۱۳۸کسان وژلي دي
CRI2021-07-25 13:02:39
شريکول:

د ځايي وخت د جولای پر ۲۴مه نېټه، د هند په لوېدیځ کي د مهاراشټرا ايالت د ناورین کمولو چارو وزیر ځايي رسنیو ته اعلان وکړ چې پرله پسې بارانونو د دې ایالت په ډېرو برخو کې ناورینونه راپارولي او لږ تر لږه یې ۱۳۸ کسان وژلي دي.

د ځايي رسنیو د خبر له مخې، سخت بارانونه د مهاراشټرا ايالت په ډېرو برخو کې د غرونو ښوېيدو، د خټو او ډبرو  ښوېيدو او سیلابونو لامل شوي دي. په رایکوټ سيمه کې، چې تر ټولو سخته ځپل شوې سيمه ده، د ځمکې ښویدنې له امله ۳۸ تنه مړه شوي او له ۸۰ څخه ډېر خلک ورک شوي دي. تر ناورین وروسته، حکومت یو شمېر ژغورونکي ډلې لیږلي تر څو په ژغورنې کې برخه واخلي. تر اوسه پورې۸۰ زره خلک خوندي ځايونو ته لیږدول شوي دي.