د جولای پر ۲۴مه د توکيو المپيک لوبو مسابقې پيل شوې. د چين لوبډلې تر دا مهاله د نښې ويشتلو، وزن پورته کولو او شمشېربازي په مسابقو کې د سرو زرو ۳ مډالونه او يو برونزي مډال تر لاسه کړی او چيني لوبغاړو د لوبو په بهير کې ۴ ځله د المپيک ريکارډونه مات کړي دي.
د بېجينګ پر وخت د جولای د ۲۴مې نېټې تر شپې پورې د چين لوبډلې د توکيو المپيک لوبو د مډالونو په لېست کې لومړی ځای نيولی دی.