د قرغېزستان ولسمشر د کرونا ضد چيني واکسين کړی
CRI2021-07-25 14:32:30
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قرغېزستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي ادارې د جولای پر ۲۳مه خبر ورکړ چې د دغه هېواد ولسمشر صدر جپاروف په همدې ورځ په بېشکېک کې د چين د سينوفارم (sinopharm) کمپنۍ د کرونا ضد واکسين وکړ.

صدر جپاروف د دغه هېواد له خلکو څخه وغوښتل، چې د نورو کسانو او ټولې ټولنې د روغتيا د خونديتوب لپاره د کرونا ضد واکسين ولګوي. نوموړي په خپلو خبرو کې د چين څخه مننه وکړه چې له دغه هېواد سره يې د کرونا ضد واکسين مرسته کړې ده. د ده په وينا، دغه هېواد له چين څخه د سينوفارم واکسين اخيستی دی او ژر به ورڅخه يوه اندازه نور واکسين هم واخلي.

د قرغېزستان د روغتيا څانګو د روان کال د مارچ پر ۲۹مه خلکو ته د کرونا ضد چيني واکسين په ورکولو پيل وکړ.