د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د شپې ګرځبنديز پيل شوی
CRI2021-07-25 13:03:12
شريکول:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جولای پر ۲۴مه نېټه اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د وروستي تاوتریخوالي د زیاتوالي په ځواب کې به د دغه هېواد له ۳۴ ولايتونو څخه په ۳۱ هغو کې د شپې ګرځبنديز ولګول شي.

د افغان رسنۍ د خبر له مخې، د کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې چې د کابل، ننګرهار او پنجشير ولايتونو پرته په نورو ۳۱ ولايتونو کې د شپې له ۱۰ بجو څخه بیا د سهار تر ۴ بجو پورې به ګرځبنديز نافذ وي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ګرځبنديز د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي لپاره پلې شوی. طالبانو په دې وروستيو کې بریدونه ډېر کړي دي.