د هه نان د توليد او ژوند نظام به ژر عادي شي
CRI2021-07-25 14:35:31
شريکول:

د چين هه نان ولایت د جولای د ۲۴مې نېټې له غرمې وروسته د سيلابونو د مخنيوي او ژغورونکو کارونو په اړه درېيمه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. د لومړنې شمېرنې له مخې، د روانې مياشتې له ۱۶مې نېټې څخه د ۲۴مې نېټې د ماسپښين تر ۴ بجو پورې په دغه ولايت کې د مسلسلو سختو بارانونو له امله ۵۸ تنه مړه شوي او ۵ تنه نور ورک شوي دي. د دغه هېواد نورو زياتو سيمو او بېلا بېلو څانګو د هه نان ولايت د توليدي چارو او د خلکو د ژوند د نظام د اعادې لپاره له دغه ولايت سره مرستې کړې دي.

د جولای د ۲۴مې نېټې په سهار وختي د دغه هېواد شاوخوا ۵ زرو عسکرو، پوليسو او د ميليشا احتياطي افرادو د هه نان ولايت په مرکز جنګ جو ښار کې له سختو بارانونو وروسته د ژغورنې او بيارغونې په چارو کې ګډون کړی. د دغه ځواکونو تر ګډون وروسته د دوی په مرسته د۱۰ کيلومتره زيات سړکونو ټرافيکي سيسټم اعاده شوی دی. د اټکل له مخې، د جولای پر ۲۵مه نېټه به د دغه ښار د اوبو عرضه دوباره عادي شي.