د روسيې کوميرسانټ ورځپاڼې د خبر له مخې، د ډېرو هېوادونو مرکزي بانکونه غواړي، چې د بهرنيو اسعارو په خپله ذخيره کې د امريکايي ډالرو او يورو ونډه کمه کړي او پر ځای يې زيات چيني يوان وساتي.
د پيسو او فېنېنشيل انسټيټيوشنس فورم تازه سروې خپره کړې، چې له مخې يې په ۲۰۲۰ کال کې د نړيوالو عامو پانګوالو تر ادارې لاندې سرمايې ۴۲۷۰۰ ميليارډه ډالره ښودل شوي او د ډېرو هېوادونو مرکزي بانکونه غواړي، چې د بهرنيو اسعارو په خپله ذخيره کې د امريکايي ډالرو او يورو ونډه کمه کړي او پر ځای يې زيات چيني يوان وساتي.
ياده سروې دا هم ښيي، چې د بېلابېلو هېوادونو د مرکزي بانکونو ٪۳۰ استازي غواړي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې د بهرنيو اسعارو په خپله ذخيره کې زیات يوان وساتي، برسيره پردې د دغو استازو شمېر ښايي په راتلونکي کې لازيات شي او اټکل کيږي چې ٪۷۰ ته به ورسيږي.