د ساري ناروغيو امريکايي متخصص انټوني فاوسي په دې وروستيو کې له سي اېن اېن سره په خبرو کې باور وښود، چې د دې ډېر احتمال شته، چې کوويډ-۱۹ له طبيعت څخه رامنځته شوی او تر اوسه يې د هغې نظريې په اړه کافي او مشخص قانع کوونکي شواهد ندي لیدلي، چې وښيي، دغه ويروس دې د وو هان له لابراتوار څخه خپور شوی وي.