ورېښم
CRI2021-07-26 10:16:11
شريکول:

لیکوال: هوا مایي
ژباړه: حمیدالله حمیدي

تقریباً ټوله نړۍ پر دې پوهېږي چې ورېښم د چین اختراع ده. د یوې ډېرې اوږدې مودې لپاره چین یوازینی هېواد و چې ورېښم یې تولید او کارول. د ورېښمو له اختراع وروسته، نخ او ورېښمینې ټوټې هم و اوبدل شوې. د پخوانیو افسانو له مخې «لي جزو» لومړنی کس و چې د ورېښمو چینجی او د توت ونې یې روزلې. د وخت خلکو به نوموړی د ورېښمو د چینجي خدای او یا د ورېښمو چینجي د روزلو او ورېښمینو ټوټو مسئول خدای باله. تر اوسه هم هغه کلیوال خلک چې د ورېښمو چینجي روزي، په یاده برخه کې له پخوانیو رواجونو سره سم پر مخ ځي. هغوی هر کال د ورېښمو چینجي په میاشت کې د ورېښمو د چینجي د خدای په نوم قربانۍ کوي.
په جنګو سلسله کې د شین زي په نوم شخص د «ورېښمو چینجی» په نوم کتاب ولیکه او په دې کتاب کې «د اس د پاسه ښځه» افسانه هم شته. دغه افسانه په لاندې ډول ده:
د یوې نجلۍ پلار د کوم چا لخوا وتښتول شو. د نجلۍ مور ژمنه وکړه: هر چا چې د هغې خاوند وژغوره، کولای شي د هغې له لور سره واده وکړي. د نجلۍ د ورک شوي پلار اس دغه خبره واورېده او د نجلۍ د پلار په لټه کې شو. څه موده وروسته یې په رښتیا هم د نجلۍ پلار وژغوره او کور ته یې راوست. خو د نجلۍ پلار خپله ژمنه هېره کړې وه. اس تر دې حده نا راحته و چې ټوله ورځ به یې بغارې وهلې او خواړه یې نه خوړل. د نجلۍ پلار د اس د ناراحتۍ دلیل واورېد او ډېر په غوصه شو. خپل اس یې وواژه او پوستکی یې د یوه خیاط په دوکان کې را ځوړند کړ. یوه ورځ نجلۍ د خیاط د دوکان تر څنګ تېرېده، د اس پوستکی په حیرانوونکي ډول له دېواله را ښکته شو، نجلۍ یې په خپل ځان کې ونغښته او د توت ونې ته والوت. نجلۍ او د اس پوستکی چې په حقیقت کې همغه اس و، د ورېښمو پر چینجینو بدل شول. له هغه وروسته خلکو له دغې نجلۍ څخه د ورېښمو د چینجي په توګه عبادت کاوه. تر ننه پورې په جنوب لوېدیځه اسیا او جاپان کې «د اس د پاسه ښځه» افسانه یوه شایعه ده او خلک په دې ځایونو کې د «د اس د پاسه ښځه» په نوم معبدونه هم جوړوي.
له دغې افسانې پرته د ورېښمو د کارولو په هکله نور مالومات هم شته. په ۱۹۵۸ کال کې د لیان جو په فرهنګي تپه کې شاوخوا ۴۷۰۰ کلنې ورېښمینې اوبدنې کشف شوې. دغه ورېښمینې اوبدنې چې نخ، طنابونه، ورېښمین تارونه او ټوټې پکې شاملې وې، په یوه ټوکرۍ کې اېښودل شوي وو. د کار پوهانو له څېړنو څرګنده شوه چې ټولې دغه اوبدنې ورېښمینې وې. که څه هم ټولې کاربوني شوې او کیفیت یې له لاسره ورکړی دی، خو لا هم د هغوی د اوبدنې طول او عرض د تشخیص وړ دی. له دې څخه څرګندېږي چې په پخوایو زمانو کې هم د ورېښمینو توکو د اوبدنې فن او هنر په لوړه سطحه رواج و.
درې زره کاله پخوا د شانګ سلسلې په کتیبه کې هیروګلیف لیکونه لکه د ورېښمو چینجی، د توت ونه. ورېښم او ورېښمینې ټوټې موجودې وې. د هیروګلیف ورېښمو چینجي او د توت ونې د لیک شکل د ورېښمو د دوه رشتو په څېر و. ان مخکې له دې چې هیروګلیف اختراع شي، پر ډېری تولیداتو باندې د ورېښمینو کرښو یا خطونو نقش او ډيزاین را ښکاره شو. په ۱۹۵۹ کال کې د د واجیان جیان سو ښار په منځ کې سفالي لوښي کشف شول. دغه لوښي له مېلاده شاوخوا ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ کاله پخوا جوړ شوي وو. له دې پرته، مسي وسلې او لوښي هم د ین شو له مقبرې څخه چې په هه نان ولايت کې موقعیت لري، کشف شول. دغه ورېښمین پاتې شوني ښيي چې د شانګ سلسلې خلک پر توانېدلي وو څو په ښکلو نقشونو او انځورونو سره ورېښمین توکي و اوبي. په داسې حال کې چې د ژو سلسلې د خلکو اوبدنې له رنګه ورېښمینو څخه وې.
د کنفوسیوس مذهب په کلاسیک «شان شو» کتاب کې د ورېښمو په هکله یوه موضوع هم شته. په دغه کتاب کې ورېښم، ورېښمینه ټوټه، رنګه ورېښم، مشکي ورېښمین اطلس، سپین ورېښم، پنبه اي او کتاني ټوټه د هغوی د خدای د درناوي وړ موادو په توګه ثبت شول.
د چنګ چو او جنګو په دوران کې کرنې پرمختګ وکړ. د ټولنیزو کارونو په وېشلو سره نارینه پر کرنیزو چارو او ښځې پر اوبدلو بوختې شوې او دا د یادې دورې مهمې اقتصادې ځانګړنې وې. د توت د ونو روزل او ورېښمینې اوبدنې هم معمولي اقتصادي او ټولنیز کار و. هغه مهال د ورېښمو چینجي د روزنې کار دومره په دقت ترسره کېده چې د ورېښمو کیفیت یې په ډېره لوړه سطحه و. ورېښمینې بړستنې نرمې او لطیفې وې او د وخت له نورو تقلبي ورېښمو سره په اسانۍ د پرتلې وړ وې. هغه ورېښمینې ټوټې چې د هان ماواندوی سلسلې په هدیره کې چې د هونا ولايت په شانګ شا ښار کې موقعیت لري، کشف شوې؛ د هان سلسلې د لوړ کیفیت ورېښمو څرګندويي کوي. هر ورېښمین نخ له څلورو یا پنځو ورېښمینو تارونو څخه اوبدل شوی و. د نساجۍ برخې په پرمختګ سره د رن رېزۍ او ګلدوزۍ صنعت هم پراختیا ومونده او پخوانیو خلکو ښکلي ورېښمین محصولات تولید کړل.
د ټولو هغه ورېښمینو جامو تر منځ چې د ماواندوی په مقبره کې کشف شوي دي، تر ټولو په زړه پورې او د پام وړ جامې «دا آی» دي. د دغه جامو اوږدوالی ۱۶۰ سانتي متره دی. د دواړو لستوڼو اوږدوالی یو له بل سره یو ځای ۱۹۵ سانتي متره کېږي. خو د ټولو جامو وزن یوازې ۴۹ ګرامه دی. که چېرې د هغو ټوټو وزن هم ترې کم کړو چې په غاړه او جامو په څنډو کې ترې کار اخیستل شوی دی، د دغو ورېښمینو جامو وزن تر دې هم لږ پاتې کېږي. یعنې دغه جامې ډېرې نازکې او نرمې دي. د پخواني عربستان په سفرنامه کې یوه کیسه شته چې وایي: یوه عربي سوداګر په داسې حال کې چې له یوه چیني چارواکي سره یې لیدنه کوله، سترګې یې د چینایي چارواکي د جامو له غاړې نه لرې کولې او هر ځل به یې د خبرو په منځ کې د هغه د جامو غاړې ته کتل. چینایی چارواکی ناراحته شو او ترې ویې پوښتل: «زما پر غاړه څه شوي دي؟»، سوداګر ځواب ورکړ: «د چین ورېښم حیرانوونکي دي. تاسو یوه طبقه ورېښمینه ټوټه اغوندی، خو زه کولای شم ستاسو پر سینه باندې تور خال ووینم. چینایي چارواکي وخندل، لستوڼي یې پورته کړل او ویې ویل: «ما یو نه، بلکې پنځه طبیقې ورېښمینې جامې اغوستې دي.» ځینې خلک وایي چې دغه کیسه یوه مبالغه یا بې اساسه ده. خو کله مو چې د «دا آي» مقبرې ورېښمینې جامې ولیدې، د چین د ورېښمو په هکله به پر ټوله افسانه باور وکړی.
له مېلاد څخه پنځه پېړۍ مخکې، چیني منسوجاتو لوېدیځ ته پراختیا ومونده. د چین ورېښم دومره ښکلي او ځانګړي وو چې تقریباً ډېرو به ورته د جنت مال وایه. یونانیانو او رومیانو چین هېواد او چینایان د Serica او Seris په نوم یادول. دغه دوې کلمې له Serge (ورېښمو) سره یوه سرچینه لري. د چین ورېښم نازک، نرم، ظریف او په ټوله نړۍ کې بې ساري وو. دا چې لوېدیځوال پر دې پوه نشول چې یاد ورېښم څه ډول تولیدېږي، ویل به یې چې دغه ښکلي ورېښم د چین په ځنګلونو کې ځوړند دي او په زیاته اندازه یې را ټولولای شو او همدارنګه ورېښمین نخ هم په همدې ترتیب زیات موندل کېږي. بې خبر له دې چې ورېښم د چین په زړه پورې تولیدات وو چې له زیات زحمت او طی مراحلو وروسته پر نرمو او د ارزښت وړ ورېښمو بدلېږي.
د لوېدیځ د تاریخ د ثبت پر بنسټ، یوه ورځ د روم پادشاه سیزار د چین په ورېښمینو جامو کې یوه تیاتر ته د ننه شو. جامې یې دومره ښکلې وې چې ټولو لیدونکو تیاتر پرېښود او د سیزار په جامو کې یې سترګې خښې کړې. د چین ورېښمینو محصولاتو په پخواني وخت کې چین ته پراختیا ومونده.
په څلورمه پېړۍ کې په چین کې د ورېښمو په هکله ثبت او اسناد موجود وو چې ښه بېلګه یې (د چین ورېښمینې بستې دي). له دویمې پېړۍ وروسته، ان د هند هېواد قانون د ورېښمو د  غلا کولو په هکله د مجازاتو قانون وضع کړ. 
د ورېښمینو ټوټو ګڼ شمېر ډولونه شته. د بېلګې په توګه: «جین» د رنګه نقشونو لرونکې ورېښمینه ټوټه ده چې په رنګ شوي ورېښمین نخ باندې اوبدل شوې ده. «یي» یو ډول ورېښمینه ټوټه ده چې له «جین» سره یې ضخامت یو شان دی. خو دغه ټوټه رنګه نقشونه نه لري. «شایي» هم یوه ورېښمینه ټوټه ده چې نازکه، سپکه او تر نورو ټولو ډولونو ښکلې ده. د «لو» په نوم ورېښمینه ټوټه له «شایي» څخه نازکه ده او ان ډېر کوچني سوري هم پکې شته. د «لو» ځینې ټوټې نقشونه هم لري او ځینې نورې یې بیا کوچني سوري نه لري. «جیوان» هم یوه ساده اوبدل شوې ورېښمینه ټوټه ده چې په پخوا زمانو کې په خامو ورېښمو سره اوبدل کېده. د «لین» په نوم ورېښمینه ټوټه کلکه، روښانه او په رنګه الګو ګانو او نقشونو سره اوبدل شوې ده. همدا رنګه د «داوان» په نوم ورېښمینه ټوټه صافه او متراکمه ده چې په زړه پورې بصرې جلوې لري. له دې ډولونو پرته ځينې نورې ورېښمینې ټوټې هم شته چې له «جي»، «ګا»، «جیان» او «چو» څخه عبارت دي. 
په ۱۹۸۲ کال کې د جیان لین ښار په لومړۍ شمېره ماسان جوانچان هدیره کې په لوړ ارزښت سره د ورېښمو اوبدنې کشف شوې چې په جانګو دورې پورې یې تړاو درلود. په دغه ورېښمینو اوبدنو کې د ګل دوزۍ اوږدې جامې، د «جیون» له جنس څخه د ګلدوزۍ اوبدل شوې اوږدې جامې، د «جین» له جنس څخه اوبدل شوې اوږدې جامې، پنبه اي کلکې جامې چې سطحه له ورېښمو جوړه وه، له «جیوان» جنس څخه لنډې ورېښمینې جامې همدارنګه د جیوان جنس څخه په اوبدل شوې سطحه باندې ورېښمینې جامې وې. د هغوی له ډلې څخه اوږدې ورېښمینې جامې وې چې د ښامار او پړانګ نقشونه ور باندې کښل شوي وو، ډېر سپک وزن یې درلود او نرمه ګلدوزي تکه یې وه. له دې هر څه څخه کولای شو د پخواني چین د فیوډالي ټولنې وضعیت مالوم کړو چې که چېرې یو نارینه په بزګرۍ چارو کې کمزوری وي، ټوله کورنۍ اړ ده څو لوږه وزغمي او که چېرې یوه ښځينه له اوبدنو سره بلده نه وي، ټوله کورنۍ اړ ده چې یخني او ساړه وزغمي.
خلکو په ورېښمو سره نه یوازې جامې، بلکې طنابونه  او رشمې هم اوبدل او په ورېښمینو طنابونو کې یې ښکلې ورېښمینې غوټې هم جوړولې. د ورېښمو یو بل کاري اړخ او ګټورتیا د ګلدوزۍ ورېښم دي او کولای شو ووایو چې بشپړې ورېښمینې اوبدنې د ګلدوزۍ مهارت رامنځته کړ او ارتقا یې ورکړه. ګلدوزي د لاسي صنعت یوه مهمه برخه ده چې د مختلفو سیمو او قومونو خلک مختلفې لاسي ګلدوزۍ لري. د چون چیو او جنګو په دوره کې ګلدوزي زیاته شوه. د دغو دورو د ګلدوزۍ نقشونه د ښامارانو، پړانګانو او نورو حیواناتو او همدارنګه د ګلونو او هندسي شکلونو لرونکي وو.  په چین کې د حیواني ګلدوزۍ نقشونه تر دې حده رواج دي چې تقریباً په ټولو ورېښمینو تولیداتو کې یې د ښامار او پړانګ نقاشۍ تر سترګو کېږي. همدارنګه یې د ګلدوزۍ طرحې او رنګونه تر دې حده مناسب او د پام وړ دي چې تقریباً ټول صنعتي نمایشونه یې پر همدې نقشونو ښکلي دي.
په هان سلسله کې د ګلدوزۍ صنعت ډېره پراختیا ومونده. هان پادشاه په لین زي ښار کې د سلطنت د خدمت په موخه د ګلدوزۍ اوبدنې ځانګړې اداره رامنځته کړه او هلته یې زرګونه اوبدونکي پر دنده وګمارل څو سلطنت ته خدمت وکړي چې دغې چارې هر کال زیات لګښت له ځانه سره درلود. د نابي چا په سلسله کې چین ته د بودایي دین په ننوتو سره د بودایي مجسمې ګلدوزي هم رامنځته شوه او د تانګ تر سلسلې پورې یې دوام وکړ. د هغوی دا ډول ګلدوزي ډېره ښکلې او د ځلا او رونق لرونکې وه او د پخواني چین د ګلدوزۍ له په زړه پورې لاسته راوړنو څخه ګڼل کېده. د تانګ سلسلې د ګلدوزۍ بله لاسته راوړنه د «پین شیو» په نوم د ګلدوزۍ د طریقې اختراع وه چې دغه طریقه یې تر ننه پورې دوام لري او د ځانګړو ستنو په کارولو سره دغه ګلدوزي په پېچلې او عصري بڼه اوبدل کېږي.
ګلدوزۍ د سونګ په سلسله کې ډېره پراختیا ومونده او د ګلدوزۍ محصولات یې د شمېر او کیفیت له مخې بې مخینې وه. د تانګ او سونګ په سلسلو کې د ګلدوزۍ مهارت په پام وړ توګه پراختیا ومونده. په فیډالۍ ټولنه کې ګلدوزي د ښځو اساسي مهارت و او نجونو به معمولاً له لس کلنۍ هاخوا د ناوې ګانو د جامو لپاره خیاطي او ګلدوزي پیل کوله. له همدې امله ګلدوزي د معمولي نجونو لپاره یو اجباري مهارت و او د شتمنو کورنیو د نجونو لپاره یوه تفرېح او سرګرمي وه. د ګلدوزۍ محصولات یې هم پر زینتي او عادي ډولونو باندې وېشل او د ځینو ګلدوزي محصولات ارزښت ان له مشهورو نقاشیو سره د پرتلې وړ وو.
د مینګ په سلسله کې د ځانګړو ګلدوزي لاسي صنایعو لړۍ پراختیا ومونده او د ګلدوزۍ د تولید پروسې ته یې د پام وړ چټکتیا او انرژي ورکړه. په زیاته کچه مسلکی او حرفوي ګلدوزي اوبدونکې کورنۍ رامنځته شوې. په دغه دوره کې ګلدوزۍ ته اړتیاوې او د هغوی کارېدنه زیاته شوه. د ګلدوزۍ جنس او کیفیت ښه والی وموند او د ګلدوزۍ مهارت هم ارتقا پیدا کړه. د مینګ او چینګ په سلسله کې ګلدوزي خپل اوج ته ورسېده. په ځانګړې توګه د چینګ په ۲۰۰ کلنه سلسله کې مختلې ډلې رامنځته شوې چې د ګلدوزۍ مختلف ډولونه لکه سو ګلدوزي، یو ګلدوزي، شیان ګلدوزي، جیون او لو ګلدوزۍ یې رامنځته کړې. بهرنیو فرهنګونو هم پر دغه ډلو باندې اغېزه وکړه او د هغې دورې د ګلدوزۍ محصولات د ختیځو او لوېدیځو هنرونو ځانګړنې تر اغېزې لاندې راوستې. 
په چین کې د اویغوري، یي، دای، بو، اي، کازاک، یائو، مایو، توجیان، جین، پا، دونګ، بای، ژواګ، مغولي او تبتي اقلیتونو خپلې ځانګړې تږ مشهورې ګلدوزۍ درلودې. د ګلدوزۍ محصولات نه یوازې د جامو او د کورونو د زینتي لوازمو لپاره کارول کېدې، بلکې د هناشۍ او خوشنوېسۍ له هنرونو سره یو ځای شول او یو ځانګړی او مستقل هنر یې رامنځته کړ. ورېښم دومره ښکلي دي چې ان د ټولو خلکو پام ځانته را اړوي. د تانګ سلسلې یوه شاعر «بو جو وای» د «لیائو لینګ یوه ګرانبیه ورېښمینه ټوټه ده» په نوم شعر ولیکه. نوموړي په دې شعر کې داسې ویلي وو: لیائو لینګ څه ډول تولید شو؟ دا د ورېښمو د یوې معمولي ټوټې په څېر نه ده. لیائو لینګ د سپوږمۍ د ارامې رڼا او د یوه لوړ ابشار په څېر دی. لیائو لینګ د واورې او ګلونو په څېر سپین دی. په نساجۍ کې د لیائو لینګ اوبدنه په اسمان کې د الوتونکو د پرواز او رنګ یې د چین د جنوبي شفاف سیند په څېر روڼ دی. په یوه شهکاره مقاله کې هم نه شو کولای چې د لیائو لینګ ښکلا تشرېح کړو او ګلونه نه شي کولای چې د لیائو لینګ له ښکلا سره پرتله کړو.
څومره ښکلې ده! دا هم چینې ورېښم دي چې فوق العاده ښکلي او زړه راښکونکي دي.