د چين او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو خپلمنځي ستراتژيکې خبرې اترې تر سره کړې
cri2021-07-26 16:38:06
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي او د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د جولای په ۲۴مه نېټه د سي چوان ولايت په چنګ دو ښار کې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه درېيم ځل ستراتيژيکې خبرې اترې تر سره کړې. دواړو وزيرانو د چين او پاکستان د ګډې ستراتيژۍ، اقتصاد، امنيتي همکاريو، د کرونا وبا د وقايي او کنټرول چارو، د افغانستان د سوله ييز بهير او د ګډو علاقې وړ سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو په هکله د نظريو تبادلې وکړې. دواړو خواوو موافقه وکړه، چې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو د ساتلو، د سيمه ييزې سولې، پرمختګ او سمسورتيا د هڅونې لپاره به ګډ تدبيرونه ونيسي.

دواړو وزيرانو په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې روان کال د چين او پاکستان تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو له ۷۰مې کليزې سره برابر دی او په دې مناسبت د لمانځنې سلګونه فعاليتونه تر سره شوي دي. چين او پاکستان به د خپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو او دوستانه اړيکو د ټينګولو او په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادولو لپاره به هلې ځلې وکړي. د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې به عملي او يو پر بل به ستراتيژيک باور پياوړی کړي، هراړخيزې همکارۍ به زياتې کړي، لوړ پوړی تګ راتګ به وساتي او د يو کمربند او يوې لارې پلان به په ګډه پلی کړي، تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نورې هم نژدې او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

د پاکستان مشرانو د چين کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په مناسبت مبارکي ويلې او د دغه ګوند لوړه ستاينه يې کړې ده. د دغه هيواد مشرانو هيله څرګنده کړې، چې د چين حکومت او خلک د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ او د کمونېست ګوند تر ټينګې لارښوونې لاندې تر ۲۰۳۵ کال پورې د عصري سوسياليزم هدف پوره کړي او تر ۲۰۴۹ کال پورې د سوسياليزم د عصري قوي هېواد د ابادۍ په بهير کې لا ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي.

دواړو وزيرانو په دغې ليدنې کې وويل، چې د کوويډ-۱۹ سرچينې لټونه يوه علمي دنده ده او د سياسي کېدو پر لوري د تګ مخه یې بايد ونيول شي. د روان کال په مارچ مياشت کې د کوويدـ۱۹ ويروس د رېښې د پيدا کولو په پار د چين او د روغتيا نړيوال سازمان په ګډ راپور کې علمي نتيجه خپره شوې او بايد درناوی او ساتنه يې وشي. دوی هيله څرګنده کړه، چې ټول هيوادونه دې د روغتيا نړيوال سازمان او نړيوالې ټولنې سره يو ځای د کوويډ-۱۹ د سرچينې د علمي او جدي څيړنې ساتنه وکړي، په ګډه دې د کوويډ-۱۹ سرچينې د سياسي کيدو پر لور د شومو کړنو مخه ونيسي او په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا ضد په مبارزه کې دې همکارې لا پراخې کړي.

دواړو وزيرانو د پاکستان د خيبرپښتونخوا ايالت په داسو کې د شوې ترهګريزې پيښې سخته غدنده وکړه او په دغې پيښې کې د مړه شويو کسانو د کورنيو غړو سره يې ژوره خواخوږي څرګنده کړه.

پاکستان ژمنه کړې، چې د ټپيان شويو چينايانو ښه درملنه او پالنه به وکړي. دواړو خواوو پرېکړه کړې، چې د يادې پېښې په اړه به په ګډه پلټنې کوي او د دغې پيښې مجرمين به نيسي او سزا به ورکوي. د پاکستان حکومت به په دغه هېواد کې د چيني پروژو، کارکوونکو او ادارو امنيت خوندي کړي او د ورته پيښو مخه به ونيسي.

دواړو خواوو وويل، چې د چین او پاکستان اقتصادي دهليز د باکيفيته پرمختګ نوي پړاو ته رسيدلی او د پاکستان د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه تر سره کړي دي. دواړه هيوادونه به د دغه دهليز د ابادۍ ټينګه هڅونه وکړي، د عملي کيدوونکو پروژو امنیت به وساتي او د ټاکلي پلان له مخې به یې بشپړې کړي، پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګ به تمرکز او کاري فرصتونه به زيات کړي، د خلکو ژوند به ښه کړي، د صنعتي چارو د مرکزونو، بنسټيزو تاسيساتو، علمي تېکنالوژيو، طبي چارو او روغتيا، کرهنيزو چارو، د کاري روزنې په شمول ځينو برخو کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

دواړو خواوو ويلي، چې د سويلې اسيا سوله، ثبات، همکارۍ او سمسورتيا د سيمه ايزو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري. اړوندې خواوې بايد يو بل ته د درناوي او مساواتو پر بنسټ او د خبرو اترو له لارې سيمه ايزې نښتې او مسئلې حل کړي او ګډې ګټې او عدالت دې وساتي.

دواړو وزيرانو پر دې ټينګار وکړ، چې د افغانستان سوله او ثبات د دې سيمې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، د سيمه ايز تګ راتګ او ګډې سمسورتيا لپاره ستر اهميت لري. دوی د افغانستان د مسئلې له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه، چې دايمي اوربند او په ګډه هلې ځلې وکړي، چې د خبرو اترو له لارې په پراخه او هراړخيزه توګه شته مسئله حل کړي.

دواړو خواوو زياته کړه، چې د افغانانو په مشرۍ او حاکميت به د سولې او روغې جوړې بهير وهڅوي، څو دغه هېواد ژر له سولې، ثبات، يووالي او سمسورتيا څخه برخمن شي، د ترهګرۍ پر وړاندې ټينګه مبارزه او له ګاونډيو هېوادونو سره په دوستۍ کې ګډ ژوند وکړي. دواړو خواوو دا هم وويل، چې له افغانستان سره به اقتصادي او تجارتي تګ راتګ پراخ کړي او د پرمختګ توان د پياوړتيا لپاره به ورسره مرسته وکړي.