شيه فنګ: امريکا دې له چين سره پر يوه لوري روانه شي
cri2021-07-26 11:36:27
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت معين شيه فنګ د جولای په ۲۶ مه نېټه د دغه هېواد په تيان جين ښار کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له معينې ويندي شېرمن سره د خبرو پر مهال وويل، چې اوسنۍ نړۍ يووالي او همکارۍ ته اړتيا لري، چينايان سوله خوښوونکي دي او د متقابل درناوي، عدالت او ګډو ګټو پر اساس د نړيوالو اړيکو، همدا راز د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په هڅه کې دي.

شيه فنګ وويل، چين او امريکا دې د يو بل درناوی وکړي او د کوچنيو اختلافونو د ساتلو پر ځای دې په مهمو برخو کې د نظريو يووالي ته ځان ورسوي. 

نوموړي زیاته کړه، چې امريکا دې خپل ناسم کړه وړه بند کړي، له چين سره دې پر يوه لوري روانه شي، یو د بل درناوی دې وکړي، د عادلانه سيالۍ اصول دې مراعات کړي او په سوله کې دې ګډ ژوند وکړي. هغه پردې ټينګار وکړ، چې د چين او امريکا ترمنځ ثابتې او سالمې اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره، بلکې د نړیوالې ټولنې له هيلې سره هم سمون لري.