د تونس ولسمشر د جولای د ۲۵ مې نېټې په شپه د دغه هېواد د پوځي او امنيتي چارو له مسئولينو سره په بېړنۍ غونډه کې له دندې څخه د دغه هېواد د صدراعظم د ګوښه کولو پرېکړه وکړه او اعلان يې وکړ چې هغه به د دغه هېواد د حکومت مشري وکړي، څو نوی صدراعظم وټاکل شي.
په همدې ورځ د تونس په ځينو لويو ښارونو کې د کرونا وبا پر وړاندې د حکومت د کمزورې مبارزې او لوړې وزګارۍ پر ضد هم لاريونونه شوي دي.