بريتانوي خبري رسنۍ: کرونا ويروس ښايي د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې په ايټاليا کې خپور شوی وی
CRI2021-07-26 17:18:23
شريکول:

د بريتانيا د ډېلي تليګراف ورځپاڼې په دې وروستيو کې خبر ورکړی، چې د ايټاليا څېړونکو يو ځل بيا د وينې نمونو څېړنه تر سره کړې، چې له مخې يې، د کرون اويروس ښايي د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر کې په  ايټاليا کې خپور شوی وي، چې دغه وخت په چين کې د ياد ويروس د لومړۍ پېښې د پيدا کېدو له وخت څخه کابو دوه مياشتې مخکې دی. دغې څېړنې کې د هغې مسئلې په اړه توضيحات وړاندې شوي چې په ۲۰۲۰م کال کې په ايټاليا کې د کرونا وبا په لويه پيمانه خوره شوې وه.